په غور کې د ۴۴ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۲ پرمختیايي پروژې بشپړې شوې او د ۴ نورو کار پیل شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د غور ولایت د لعل او سر جنګل ولسوالۍ په بیلو کلیو کې د ۴۴ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۲ پرمختیايي پروژې بشپړې شوې او د همدې ولایت په دولت یار ولسوالۍ کې ۴ نورې پروژې د اوبو رسولو او کلیوالي حفظ الصحې ملي پروګرام له لوري پیل شوې.
یاده دې وي چې ۲۴۲۳ کورنۍ به له دې پروژو ګټه اخلي.
