په تخار کې د اوبو لګولو د کانال جوړولو کار روان دی

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام تر څار لاندې د تخار ولایت په فرخار ولسوالۍ کې د اوبو لګولو کانال چې ۵۹۸۷ متره اوږد دی په پاخه او بنسټیز ډول جوړیږي چې کار یې ۳۰ سلنه مخکې تللی دا پروژه د AKF له خوا د KFW په مالي مرسته تر سره کیږي.
د دې پروژې په بشپړتیا سره د یادې ولسوالۍ ۴ کلي د اوبه خورتر پوښښ لاندې راشي د سیمې ۲۶۵ اوسیدونکي په دومداره ډول په کار بوختیږي او د سیمې ۱۳۷۳۴ تنه اوسیدونکي یې له ګټو برخمنیږي.
د یادونې وړ ده چې د دې کانال په بشپړتیا سره به له یوه پلوه ۱۳۳۵ جریبه کرنیزه ځمکه د اوبه خور تر منظم پوښښ لاندې راشي او له بله پلوه به کروندو ته لیږدونکې اوبه په لاره کې نه ضایع کیږي.