په زابل کې ۲۰۵ متره محافظوي دیوال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالۍ په حاجي عبدالغني کلي کې ۲۰۵ متره اوږد او ۱.۵ متره جګ محافظوي دیوال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دا محافظوي دیوال چې د ۴ میاشتو کاري مودې په ترڅ کې جوړ او بشپړ شو ۳۸ کورنۍ ترې ګټه پورته کوي، ددې دیوال په جوړیدو سره ۱۴۷ جریبه کرنیزه ځمکه د رود د اوبو له ګواښه ژغورل شوې.