په کونړ کې د ۳۰۶ متره استنادي دیوال د جوړولو کار روان دی
د کلیوبیارغونې او پراختیا وزارت د سیه ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له لوري د کونړ ولایت د وټه پور ولسوالۍ په شرلوی سیمه کې د ۳۰۶ متره استنادي دیوال د جوړولو کار ۸۵ سلنه پرمخ تللی دی.
ددې پروژې په ترڅ کې لسګونه کاري ورځې رامنځته کیږي، او په بشپړیدو سره به یې سلګونه جریبه ځمکه او د استوګنې کورونه د نیزونو له ګواښه وژغورل شي.