په کونړ کې د ۴۲ متره اوسپنیز کانکریټي پل د جوړولو کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو همږۍ دفتر له خوا د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ په شاه مسیر کلي کې د د ۴۲ متره اوسپنیز کانکریټي پل د جوړولو کار ۳۰ سلنه مخکې تللی.
د دې پله د جوړولو په ترڅ کې لسګونه کاري ورځې رامنځ ته شوې دي او تر بشپړتیا وروسته به یې د سیمې د خلکو ترانسپورتي ستونزې تر ډیره هوارې شي.
