په خوست ولایت کې د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام په اړه د پوهاوي روزنې ورکړل شوه

mrrd-admin
Wed, Feb 17 2021 8:43 AM
په خوست ولایت کې د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام په اړه د پوهاوي روزنې ورکړل شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام، د خپلو فعالیتونو په لړ‌ ‌کې دا ځل د خوست ولایت مرکز اړوند؛ شمل، لکڼ، متون کلیو په ګدون د مندوزي اسماعیل خېل او ولسوالۍ په ۳۴مختلفو پرمختیایې شوراګانو کې خلکو ته د پروګرام د موخو په اړه د پوهاوي روزنې ورکړلې.

همدا راز، په دې روزنو کې د پروګرام د سیمه ییزو کارکوونکیو له‌خوا کلیوالو ته په سپما ګروپونو کې د غړیتوب د ترلاسه کولو، د پیسو د سپمولو په لارو چارو او بیا له سپما شویو پيسو څخه د کاروبار د پیل په اړه هم بشپړ معلومات وړاندې شول.

د یادونې وړ ده چې په دې ټولو پرمختیایې شوراګانو کې خلکو په ځانګړي توګه مېرمنو له پروګرام سره د ګډون ژمنه وکړه او خپلو کلیو کې یې د پروګرام راتګ ته ښه راغلاست وویل.

Latest news

Thu, Nov 27 2025 9:09 AM
Background image

Construction of 42 Safe Drinking Water Networks Begins in Paktika Province

The construction of 42 safe drinking water networks in the districts of Gomal, Wazikhwa, Dila, Khushamand, Janikhel, Char Baran, and Shakin of Paktika Province has officially begun. . .

Sun, Nov 23 2025 8:56 AM
Background image

The work on the digging of (40) clean water wells has begun in the Maidan Wardak province

The Minister of Rural Rehabilitation and Development, Honorable Haji Mullah Mohammad Yonus Akhundzada, officially launched the project today in a ceremony held in Maidan City, Narkh,. . .

Sat, Nov 22 2025 10:38 AM
Background image

Construction of 12 Water Supply Networks Begins in Bamyan Province

The construction of 12 water supply networks, worth approximately 37 million Afghanis, has officially begun in the center and Yakawlang district of Bamyan Province. The project was. . .

BACK TO NEWS