په بامیان ولایت کې د کلیوالي اقتصاد دپیاوړتیا ملي پروګرام ۶ میلیونه افغانۍ مقطعي پانګه تزریق شوه
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام ګټه اخیستونکو ته د مقطعي مرستو د ویش تر څنګ دا ځل څه باندې ۶ میلیونه افغانۍ د بامیان ولایت په شیبر او یکه ولنګ ولسوالیو کې ښځینه او نارینه سپما ګروپونو، د پور ورکولو د اتحادیو او کلیوالي سپما ګروپونو ته تزریق شوې.
د نغدي مرستو د ویش موخه په اقتصادي چارو کې پرمختګ او د یاد پروګرام تر پوښښ لاندې د کلیوالو د وړو او منځنیو تشبثاتو رامنځ ته کول دي.
