په ننګرهار کې د ۶۴۸ متره محافظوي دیوال د جوړولو کار روان دی

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو ولسوالي په بر بهار کوټکي کلي کې د څه باندې ۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۶۴۸ مترو په اوږدوالي پوخ محافظوي دیوال د پروژې کار ۸۵ سلنه مخ ته تللی دی.
د محافظوي دیوال د دغې پروژې په ترڅ کې ۹۳۵۲ کاري ورځې رامنځته کیږي او په بشپړیدو به یې د سیمې ۱۷۷۱ اوسیدونکي ترې ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې په بشپړیدو به نه یواځې د سیمې ۹۰ جریبه کرنیزه ځمکه بلکې ګڼ شمیر کورونه هم د موسمي سیلابونو له زیان څخه خوندي شي.