په میدان وردګو کې ١٦٠ کورنیو ته پاکې او صحي اوبه برابرې شوې.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې ملي پروګرام لوري د میدان وردګو ولایت، سیداباد ولسوالۍ په غازي خیلو سیمه کې د څښاک اوبو رسولو یوه شبکه، چې پر لمریزې برېښنا هم سنباله ده ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د اوبو رسولو پر دې شبکې څه باندې ۲.۹ میلیونه افغانۍ لګښت شوی، چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په غوښتنه د مالیې وزارت له لوري ورکړل شوی دی. له دې شبکې شاوخوا ١٦٠ کورنیو پاکو او صحي اوبو ته لاس رسی پیداکړ. د اوبو رسولو دا شبکه پر یو مهال د ٢٠ متره مکعبه اوبوزیرمه کولو ظرفیت لري او همدا راز د رغولو پر مهال یې د سیمې اوسېدونکو ته ټولې ١٧٦٨ کاري ورځې رامنځته کړي دي، چې پکې ٢١٠ تنو تخنیکي او ١٥٥٨ غیر تخنیکي کارکوونکو ته یې د کار زمینه هم برابره کړې وه.
