په پنجشیر کې د یو سړک د پخولو کار به ډېر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږی دفتر له لوري د پنجشیر ولایت د رخه ولسوالۍ په قابضان کلي کې د ۱.۰۱۴ کیلو متر سړک او ۱۲ پلچکو د جوړولو کار ۹۰ سلنه مخکې تللی دی.
ددغې پروژې د تطبیق پر مهال کاریګرو ته ۲۷۳۶ کاري ورځې رامنځته شوې او د بشپړیدو په صورت کې د سیمې ۲۱۰۰ کسان به یې له ګټې برخمن شي. دغه سړک به نه یوازې د سیمې اسیدونکو ته د تګ او راتک زمینه اسانه کړې؛ بلکې د څو نورو کلیو لپاره به هم ترانسپورتي ستونزې هوارې کړې .