په غور کې د ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲.۳ کیلو متره سړک جوړولو کار روان دی

د کلیو بیار غونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د غور ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ په بید نو کلي کې د ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲.۳ کیلو متره سړک جوړولو کار ۸۲ سلنه مخکې تللی.
د دې پروژې په ترڅ کې ۳۵۴۵ کاري ورځې رامنځ ته شوې دي چې په بشپړتیا سره به یې ۳۱۰۰ سمه ییز خلک له ګټو برخمن شي.
دا پروژه که له یوه پلوه د خلکو د تګ راتګ ستونزه هواروي له بله پلوه به کروندګر وتوانیږي چې خپل محصولات پر وخت د پیر اوپلور بازارونو ته ورسوي او لسګونه کلي به یو له بل سره وتړي.