په دایکندي کې د ۱۹.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۵.۲ کیلو متره په کریړ پوښلی سړک جوړ شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لار جوړولو پروګرام له لوري د دایکندي د ګیتي ولسوالۍ له سر تمران کلي څخه ددغه ولایت د خدیر ولسوالۍ تر قریه بالا پورې د ۱۹.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۵.۲ کیلو متره په کریړ پوښلی سړک جوړ شو او د اوبو ایستلو جوړښتونه یې ورغیدل.
دغه سړک بندسي، نمازګاه، بالاویرسفلی او چهار رو کلي د ولسوالیو له مرکزونو سره ونښلول، سړک ۳۵۰۰ کورنۍ په مستقیم ډول او ۶۵۰۰ کورنۍ په غیر مستقیم ډول د لومړنیو خدمتونو له مرکزونو سره وتړلې.
باید ووایو چې د دې پروژې د پلي کیدا په ترڅ کې ۱۱ زره او ۷۰۰ کاري ورځې رامنځته شوې وې.
