په غزني کې د ۱.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۴۰ متره کانال جوړ شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ په خواجه داکه کلي کې د ۱.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۴۰ متره کانال جوړ او ګټه اخیستنې ته وسپارل شو.
ددې پروژې په ترڅ کې ۱۰۱۲ کاري ورځې رامنځ ته شوې وې او تر بشپړتیا وروسته یې ۲۸ کورنۍ ترې ګټه اخلي.
د یادولو وړ ده چې دا کانال ۳۱۰ جریبه ځمکه خړوبوي چې د خلکو د اقتصاد د پیاوړتیا لامل به وګرځي.
