په ننګرهار کې د ۳۷.۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د کانکړیټ کولو چارې پيل شوې

د ننګرهار کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د کلیوالي لارو د جوړولو ملي پروګرام NRAP له لوري د جلال اباد ښار نهمې ناحیې اړوند کاریز کبیر سیمه کې د ۳۷.۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳.۶ کیلو متره په اوږدوالي د یوه سړک د کانکړیټ کولو چارې پیل شوې.
د دغه سړک په اوږدو کې دوه پلچکونه ، د ۲۷۰ متره په اوږدوالي د سړک غاړې ویالي او د ۳۳۸۵ مترو په اوږدوالي د سړک غاړې ته استنادي دیوال هم شتون لري.
په ۷ میاشتو کې به ددغه سړک چارې بشپړې شي چی خلکو ته د ترانسپورتي اسانتیاوو سربیره د کارموندلو زمینه هم برابروي.