په سرپل کې د ۵.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۶۹ متره محافظوي دیوال کار پیل شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له خوا د سرپل ولایت د مرکز په کنګره باغ کلي کې د ۵.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۶۹ متره محافظوي دیوال جوړولو کار پیل شو.
د دې پروژې په بشپړتیا سره به ۴۰۰ کورنۍ ترې ګټه پورته کړي.
