په جوزجان کې د ۱۲.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د۲۱.۲ کیلومتره سړک د جوړولو کار پیل شو
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لار جوړونې ملي پروګرام له لارې د جوزجان ولایت د فیض اباد ولسوالۍ په کوکلداش، جوی وزیر، خانمي عربیه او ترکمنیه او شبرغان ښار په قوشکول کلیو کې د ۱۲.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د۲۱.۲ کیلومتره سړک دکریړولو او۳۶ پلچکونو د جوړولو کار پیل شو.
ددې سړک دجوړولو په ترڅ کې ۴۳۹۰ کاري ورځې رامنځته کیږي او ۱۶۰۰ کورنۍ به ترې ګټه پورته کوي.
