په بدخشان کې د یوه محافظوي د یوال په جوړیدو سره ۱۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه د سیلاوونو له ګواښه وژغورل شوه
د کلیو د بیارغونې او پرختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري په بدخشان ولایت کې د یوه محافظوي دیوال په جوړیدو سره ۱۰۰ کورنیو شاوخوا ۱۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه اوبڼونه د سیلاوونو له ګواښ نه ژغورل کیږې. دغه محافظوي دیوال ۱۲۹ متره اوږدوالی او ۴،۳ متره لوړوالی لري چې د پروژې د کار په بهیر کې فني اوغیر فني کاریګرو ته ۱۸۵۱ کاري ورخې رامنځته شویدي. نوموړی د یوال چې ۲ میلیون افغانۍ پرې لګښت راغلی او د خلکو لس سلنه ونډه هم پکې شامله ده د بدخشان ولایت د فیض آباد ولسوالۍ اړوند د باغ مبارک کلي د پراختیایي شورا لخوا یې کاربشپړ شویدی.
