په کابل ولایت کې د اوبولګولو د کانال پروژه بشپړه شوه
په کابل ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د اوبو لګولو د کانال د پروژې لومړۍ برخه چې نږدې ۲ میلیون افغانۍ ارزښت لري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د دغې پروژې په ترڅ کې د دغه ولایت د ده سبز ولسوالي په تره خیل بالا کلي کې د ۲۷۰ مترو په اوږدوالي د اوبو لګولو کانال جوړ شو.
د یادې پروژې د تطبیق پر مهال چې د ایټالیا له لوري تمویل شوې ۱۴۴۲ کاري ورځې رامنځته شوي او د سیمې ۱۷۵۰ اوسیدونکي لدغې پروژې ګټه پورته کوي. د یادونې وړ ده چې د دغه کانال له لارې د سیمې ۹۰ جریبه کرنیزه ځمکه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راغلې ده.
