په پکتیکا کې د ۲۰.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه استنادي دیوال هوکړه لیک لاسلیک شو
د پکتیکا ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس او اړوندې شورا تر منځ د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ په دهني کلي کې د ۲۰.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۹۳۰ متره استنادي دیوال د جوړولو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دا دیوال دوه برخې لري چې لومړۍ یې ۳۰۰ متره او دویمه برخه یې ۶۳۰ متره اوږدوالی لري.
ددې دیوال په جوړیدو سره به سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه، کورونه او یو ښوونځی د سیلاب له ګواښه خوندي شي.
