په ننګرهار کې ۵۰۰ متره استنادي دیوال جوړیږي
د ننګرهار کلیو بیارغونې او پراختیا رییس انجینر امان الله میاخیل د بهسودو ولسوالۍ د زنګویي شورا سره د ۱۸،۵ میلونه افغانیو په ارزښت د یوه بولډروال د جوړیدو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د غه استنادي دیوال د سیمه ییزې پراختیا پروګرام له بودیجې څخه د ۱۸،۵ میلونه افغانیو په لګښت د بهسودو ولسوالۍ د زنګویي په سیمه کی جوړیږي چې په سلګونو جریبه ځمکه او کورونه د سیلابونو له ګواښ څخه ژغوري.
