په هیواد کې به د ۶ ښوونځیو کار ژر بشپړ شي

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام د اقرا پروژې تر سیوري لاندې په کندز، ننګرهار، خوست، کابل او فاریاب ولایتونو کې د ۶ ښوونځیو جوړولو کار روان دی چې ډیر ژر به بشپړ شي.
دا ښوونځي د کندز په دشت ارچي او علي اباد، د ننګرهار په کوټ د خوست په تڼیو د کابل په ده سبز او د فاریاب په اندخوی ولسوالیو کې جوړیدونکي دي چې هر یو به ۱۰، ۸ یا ۶ ټولګي، تشنابونه او د څښاک د اوبو څاه ګانې ولري. ددې ښوونځیو د کار په اوږدو کې ۱۷ زره او ۶۷۷ کاري ورځې رامنځ ته شوې دې.
باید ووایو چې ددې پرورژو په بشپړتیا سره به ۱۷۶۰ زده کوونکو ته د ښوونې او روزنې وړ چاپیریال رامنځ ته شي.