په دایکنډي کې د ۲ څاګانو د ایستلو او د اوبو رسولو د ۶ شبکو د بیا رغونې هوکړه لیک لاسلیک شو
د دایکنډي د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست او اړوندو شوراګانو تر منځ په مرکز او شهرستان، پاتواو اشترلي ولسوالیو کې د دوو څاه ګانو او د اوبو رسولو د ۶ شبکو د بیا رغونې هوکړه لیک لاسلیک شو.
دا پروژې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو ملي پروګرام او اوبه خور او حفظ الصحې پروګرام له لوري تطبیقیږي چې په بشپړتیا سره به یې ۳۸۶ کورنۍ او ۸۰۰ زده کونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
