په سمنګانو کې د پراختيايي شورا غړو ته د کرونا وايروس په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام په لارښوونه او د عامې روغتیا وزارت په مرسته د سمنګانو ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ د کوکه بلاق پراختيايي شورا غړو ته د کرونا وايروس د خطراتو، له دې ویروس څخه د ځان ساتنې او د وايروس د لېږد د مخنیوي د لارو چارو په برخو کې لازم پوهاوی ورکړل شو. د شورا غړو او خلکو د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د کرونا په اړه د عامه پوهاوي هر کلی و کړ او ژمنه یې و کړه چې په خپله سیمه کې به د کرونا د مخنیوي په اړه خپل مسئولیت ادا کړي.
