په کندهار ولایت کې د اوبو لګولو د کانال د جوړولو کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پرمختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ په نکو دک کلي کې د اوبو لګولو د کانال د پروژې د لومړۍ برخې کار له مهال ویش سره سم روان دی.
د دغې پروژې په لړ کې چې له ملي بودیجې تمویل شوې په یاد کلي کې د ۶۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبو لګولو کانال په پاخه ډول جوړیږي.
د یادې پروژې د تطبیق پر مهال ۲۸۳۶ کاري ورځې رامنځته کیږي چې په بشپړیدو به یې د سیمې ۱۶۰ جریبه کرنیزه ځمکه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راشي او ۱۹۳۷ ځايي اوسیدونکي به ترې ګټه پورته کړي.
