بدخشان کې له ۱۲ اړو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکی توکو مرسته وشوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د غله جاتو د بانک له لوري له ۱۲ اړو کورنیو سره د بدخشان ولایت د کران او منجان ولسوالۍ اړوند د راه زر پراختیایي شورا لخوا د خوراکي او غیرخوراکی توکو مرستې وشوې. دغه مرستې د ولسي تړون د ټولنیز ګډون لپاره د مالي وجهي پروګرام (SIG) لخوا چې د خلکو ونډه هم پکې شامله وه، کلیوالو ته وړاندې شوې چې غنم، چای، بوره ، دال نخود او صابون پکې شامل وو. د بې روزګارۍ او موسمی لوږې په موده کې د کلیو اړو کسانو ته د غله جاتو بانکونو له لارې مرسته، دشتمنو خلکولخوا د بې وزلو وګړو دلاسنیوي فرهنګ خپروي.