په ننګرهار کې د ۲،۹ میلونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې هوکړه لیک لاسلیک شو
د ننګرهار کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست د ننګرهار د اچین ولسوالۍ د خوږه خیلو د قیمت لمسي په نامه د پرمختیایي شورا ترمنځ د ۲،۹ میلونه افغانیو په ارزښت خلکو ته د پاکواوبو رسولو د یوې شبکې هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پروژه د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت کلیوالي سیمو ته د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې ملي پروګرام RU-WATSIP له لوري پلې کیږي چې ۱۴۷۰ متره اوږد والی لري او ۲۱۰ کورنیو ته به د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي.
