په کندز کې د ۹۳.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۱ پرمختیايي پروژې بشپړې شوې
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د بیلو پروګرامونو له لوري د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۹۳.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۱ پروژې بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.
پنځه زیربنايي پروژې او د لیتاکا ۲ څلور اقتصادي پروژې، یوه ژوره څاه ایستل، د یوې اوسپنیزې کانکریتي ارتفاعي زیرمې جوړول، د صحي اوبو د یوې شبکې رامنځ ته کول، د ۲۱۰ متره زراعتي کانال جوړول، یو پلچک او ۱۰ ښوونځي له دې پروژو دي.
داسې مهال چې دغه پروژې ګټې اخېستنې ته سپارل کیدې د ۹۸ میلیونه افغانیو په ارزښت له اما صاحبه تر د کندز تر پیش کپې کلي پورې د ۱۴.۵ کیلومتره اوسپنیز کانکریټي سړک جوړولو د بنسټ ډبره هم کیښودل شوه. دا سړک د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لار جوړولو د ملي پروګرام له لوري جوړیږي .
