په بغلان ولایت کې د څه باندې ۶۷۶ زره افغانیو په لګښت د ۱۴۰۰ متره سړک د بیا رغونې کار روان دی

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام دڅارنې، ساتنې او ودانۍ له پاره د پراختیایي نغدي وجهې پروګرام (MCCG) له لوري د څه باندې ۶۷۶ زره افغانیو په لګښت د بغلان ولایت د پلخمري ولسوالۍ دعیسی خیلو کلي د پراختیایي شورا لخوا پریوه سړک باندې د شګې اچولو، ډکولو، د ځینو برخو د پراخولو اوهم د ۷۰۰ متره سړک د شګې اچولو کار روان دی. دغه سړک ټولټال ۱۴۰۰متره اوږدوالی ۳ عشاریه ۵ متره پلنوالی لري . د نوموړي سړک د کار په بهیر کې به ۱۱۶۳ کاري ورځې رامنځته شي او د سرک د کار تر بشپړیدو وروسته به ۸۲ کورنۍ ورنه ګټه واخلي.