​​​​​​​د کنړ سیند بولډروال او اړین وضاحتونه

Ehsan_admin
Wed, Jan 08 2020 9:53 AM
دریای کنر

کونړ د هیواد یو له غرنیو ولایتونو څخه دی چې شا او خوا 24600 هکټاره کرنیزه ځمکه لري. اواره ځمکه یې د درو په منځ کې پرته ده، د سیند میلان یې ډیر دی له همدې امله د اوبو د ډیریدو په موسم کې شا او خوا کرنیزو ځمکو او کورونو ته زیان رسیږي.
په هیواد او په ځانګړي ډول کونړ کې، د بهیدونکو اوبو مدیریت او ترې سالمه ګټه اخیستنه هغه لومړیتوب دی چې حکومت یې په اړه ځان ژمن ګڼي. نو ځکه د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د هېواد جمهور رئیس په سپارښتنه د کونړ د سیند په دواړو اړخونو کې د ۵۰ کیلو مترو په اوږدوالي د بولډر ډوله استنادي دیوال د جوړیدو پلان لري، چې پدې توګه به د دغه سیند د خونړي کیدو له امله د سیند په شا او خوا کې پرتو کرنیزو ځمکو او کورونو ته د زیان د ور رسیدو مخه ونیول شي، بلکې لدغو اوبو څخه به د چاپیریال د خوندي کیدو او د ځايي اوسیدونکو د اقتصاد د پیاوړي کیدو په لار کې ګټور کار واخیستل شي.
د کونړ پر سیند د بولډر ډوله استنادي دیوال د جوړیدو د پروژې په بشپړیدو سره به نه یواځې ویجاړه شوې 5200 هکټاره کرنیزه ځمکه چې 27 میلیارد افغانۍ اقتصادي ارزښت لري او د سیند د لمنې د پراخیدو له امله شاړه شوې بیرته په آبي لومړۍ درجه ځمکه واوړي، بلکې دغه پروژه به په سیمه کې له 10,000 تر 15,000 کسانو لپاره د اوږدمهاله کاري بوختیاوو د برابرولو تر څنګ به د کرنې، مالدارۍ د ودې، د مصنوعي ځنګلونو او سټروس ډوله بڼونو د جوړیدو لپاره هم لار پرانیزي.
تر دې دمه د کونړ سیند د مهارولو د پروژې د ۱۸ کیلو مترو د تطبیق تړونونه له ځايي اړوندو پرمختیايي شوراګانو سره لاسلیک شوي چې پر ۱۲ کیلو مترو یې عملي کار روان دی او ۳۵ سلنه کار یې بشپړ شوی. که د تطبیق پدغه پړاو کې د پروژې اړونده کومه تخنیکي ستونزه رامنځته کیږي هغه په موقع بیرته اصلاح کیدای شي او د یادونې وړ ده چې د پاتې شپږ کیلو مترو دیوال عملي کار به هم له ټاکلي مهال ویش سره سم پیل شي.

د پروژو د هوکړې څرنګوالی:
د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د پروژو د تطبیق په لار کې خپل کاري طرزالعمل لري چې همدغه طرزالعمل ته په پام د کونړ پر سیند د بولډر ډوله استنادي دغه دیوال د تطبیق چارې چې مغلقه او تخنیکي پروژه نده په ۲۸ برخو کې د سیمې جغرافیې ته په پام ځايي پرمختیايي شوراګانو ته سپارل شویدي.
د پروژو د تطبیق په موخه له کلیوالي پرمختیايي شورا ګانو سره د کیدونکي تړون موخې:
- د سیمې اوسیدونکو ته د کاري بوختیاوو د فرصتونو برابرول.
- د سیمې د اوسیدونکو په زړونو کې د پروژو د مالکیت د حس ژوندي کیدل او د پروژې په چارو کې روڼتیا رامنځته کیدل .
- د پروژو په لګښت کې سپما.
- د پروژو د کاري بهیر پر مهال د امنیتي خوندیتوب د ډاډ رامنځته کیدل او د امنیت د ټینګښت په برخه کې د سیمې د اوسیدونکو د همکاریو جلبول.
- د کلیو انډولیزه وده.
- د ولس او حکومت تر منځ د واټن له منځه وړل.

له پرمختایي شورا سره د دوه اړخیز تړون پړاوونه
- تخنیکي ځانګړنو ته په پام د دوه اړخیزه تړون جوړیدل.
- د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د مشرتابه او د پرمختیايي شورا د واک لرونکي استازي تر منځ د تړون لاسلیک کیدل.
- د پروژې د قسط د ورکړې په موخه مالي او حسابي ریاست ته د سندونو لیږد.

اړونده کلیوالي پرمختیايي شورا ته پیژندپاڼه ( د شهرت فورم ) جوړیږي چې د دوی مکمل شهرت، د لاسلیک نمونې او د دوی عکسونه پکې موجود وي. د همدغه فورم له مخې له شورا سره د پروژې د تطبیق تړون لاسلیک کیږي چې د تړون د وروستیو پړاوونو له بشپړیدو وروسته به د افغانستان بانک او یا هم نوي کابل بانک کې د اړوندې کلیوالې پرمختیايي شورا بانکي حساب پرانیستل کیږي.
د بانکي حساب له پرانیستل کیدو وروسته د پروژې د تطبیق ۹۰ سلنه نقدي وجه همدغه بانکي حساب ته ور استول کیږي او کلیوالي پرمختیايي شورا په سیمه کې د پروژې کار پیلوي.
د پروژو د نقدي وجې اقساط د پروژې فزیکي پرمختګ ته په پام اجرا کیږي. په لومړي سر کې ۳۰ سلنه قسط په پیشکي ډول دوی ته ورکول کیږي او پاتې ۶۰ سلنه نقدي وجه د پروژې فزیکي پرمختګ ته په پام په سیمه کې د پرمختیایي شورا له لوري د ګومارل شوي انجینیر، د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا د ولایتي رییس له تایید او د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د مالي او اداري چارو د معیین له کتنې وروسته په دریوو بیلابیلو قسطونو کې چې هر قسط شل سلنه کیږي شورا ته سپال کیږي.
د یادونې وړ ده چې دغه پیسې د شورا د څلورو کلیدي غړیو پرته چې د دوی مکمل شهرت، د لاسلیک نمونې او عکسونه په اړوند بانک کې موجود دي بل څوک نشي اخیستلای.
پاتې دې نه وي چې کلیوالي پرمختیايي شوراګانې د پروژو د تطبیق په برخه کې لس سلنه ونډه لري چې پدې توګه دوی خپل فزیکي وس د پروژې د تطبیق په لار کې د پروژې په واک کې ورکوي.
څرنګه چې ځايي کلیوالي پرمختیايي شوراګانې د دغې پروژې د تطبیق تخنیکي وسایل نلري له همدې امله دغو شوراګانو د دغې پروژې د تطبیق لپاره له ځايي کسانو څخه تخنیکي وسایل په کرایه نیولي.

د بولډر تخنیکي ځانګړنې:
- هره ډبره چې غټه وي او په دیوال کې د لګیدو رُخ ولري کارول کیدای شي. په هغو سیمو کې چې د کان ډبره موجوده وي دغه ډبره او که د کان ډبره موجوده نه وي بیا نو د خوړ له غټو هغو ډبرو چې په دیوال کې د لګیدو رُخ ولري کار اخیستل کیږي.
- د بولډر ډوله دیوال په ښکتنۍ برخه کې دې د غټو او قاعده لرونکیو تیږو د کارولو کوښښ وشي.
- د بولډر د دیوال د منځ تشه باید په منظم ډول پر کوچنیو تیږو بیرته ډکه شي.
- په بولډر ډوله دیوال کې له ریګي، طبقه يي او چونه يي تیږو له کارولو باید ډډه وشي.
- د بولډر ډوله دیوال د جوړولو پر مهال باید د دیوال لوړوالي، پلنوالي او اړخیز میلان ته ځانګړی پام باید وشي.
- له کان څخه د تیږي د را ایستلو پر مهال کوښښ وشي څو تیږه له منظمې قاعدې او هندسي جوړښتونو ته په پام له کان څخه و ایستل شي.
- د بولډر ډوله دیوال د جوړلو پر مهال باید د هرې طبقې تش ځایونه ډک او وروسته د بلې طبقې کار پیل شي.
د یادونې وړ ده چې ځايي اوسیدونکي او د شورا غړي پر دغې پروژې د نظارت بشپړ حق لري او دا هغه څه دي چې کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت یې له خلکو غواړي څو د خپل موثر نظارت له لارې د پروژې د تطبیق په برخه کې له وزارت سره پوره مرسته وکړي.

یادونه: په سېمه کې د نظارت او تطبیق کوونکي انجنیر او نورو څارونکو لخوا چې کومې تیږې په نښه شوي او د پروپوزل مطابق نه دي، نه منل کیږي او که کاریدلي وي، هغه باید بیرته ترمیم شي.
د سیند د بستر په برخه کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو، انرژۍ او کرنې وزارتونه د استازو نظرونه هم پوښتل شوي او د دې ترڅنګ د کنړ ولایت د ټولو سکتوري ریاستونه نظر په کې اخېستل شوی او د دوی لخوا وخت په وخت څارل کیږي، هره برخه یې چې د هوکړې او پروپوزل برابر نه وي، له سره به جوړیږي.
باید ووایو، چې د پروژې چارې په اوس کې په نورمال ډول د پروپوزل مطابق روانې دي.

Latest news

Thu, Nov 27 2025 9:09 AM
Background image

Construction of 42 Safe Drinking Water Networks Begins in Paktika Province

The construction of 42 safe drinking water networks in the districts of Gomal, Wazikhwa, Dila, Khushamand, Janikhel, Char Baran, and Shakin of Paktika Province has officially begun. . .

Sun, Nov 23 2025 8:56 AM
Background image

The work on the digging of (40) clean water wells has begun in the Maidan Wardak province

The Minister of Rural Rehabilitation and Development, Honorable Haji Mullah Mohammad Yonus Akhundzada, officially launched the project today in a ceremony held in Maidan City, Narkh,. . .

Sat, Nov 22 2025 10:38 AM
Background image

Construction of 12 Water Supply Networks Begins in Bamyan Province

The construction of 12 water supply networks, worth approximately 37 million Afghanis, has officially begun in the center and Yakawlang district of Bamyan Province. The project was. . .

BACK TO NEWS