په تیره یوه اونۍ کې د هیواد په ۶ ولایتونو کې د ۷ ښوونځیو جوړولو کار پیل شو

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام د اقرا پروژې تر سیوري د ننګرهار په سره رود او کوز کونړ، د بلخ په مارمل، د پکتیکا په ارګون، د هرات په زنده جان، د فاریاب په قرمقول او د کندهار په پنجوايي ولسوالیو کې د ۷ ښوونځیو جوړولو کار تیره اونۍ پیل شو. دا ښوونځي به ۱۰، ۸ یا ۶ ټولګي، تشنابونه او د څښاک اوبو څاګانې ولري .
ددې ښوونځیو په جوړیدو سره به د ۷۵۰ کورنیو نجونو او هلکانو ته د زده کړې وړ چاپيریال رامنځ ته شي.