په لغمان کې ۶۹۰ کارګرانو ته د کار په مقابل کې خوراکي توکي ورکړل شول

دلغمان ولایت الینګارولسوالۍ سنګرک او شیخانو کلیو د سړکونو پروژې او د رجعې ،کوهې ، سنګر فلوسې استنادې دیوالونو پروژې چې د لغمان ولایت دکلیو بیا رغوني اوپراختیا ریاست په تخنیکې همکارې او د نړیوال خوراکې سازمان (WFP) په مالې لګښت یې چارې څه موده وړاندې پيل شوې دي.
په دې پروژو کې ۶۹۰ کارګرانو ته د کار په مقایل کې خوراکي توکي وویشل شول، چې په وړه، غوړي، اوبه او نور توکي شامل ول