په تیرو ۴ کلونو کې په کونړ کې د ۹۵۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې پلې شوې دي

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمیزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له ۲۰۱۵ م کال راهیسې د کونړ ولایت په بیلو ولسوالیو کې د څه باندې ۹۵۳ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۲۲ پروژې پلې کړې دي. چې له دې ټولګې ۸۵ پروژې بشپړې شوي او د ۳۷ نورو پروژو کارونه روان دي. ددې پروژو په ترڅ کې ۲۳۵ زره او ۷۴۷ کاري ورځې رامنځ ته شوي او ۳۷۴ زره او ۷۹۷ وګړو ترې ګټه پورته کړې په دې پروژو کې د اوبو رسونې شبکې، استنادي دیوالونه، سربندونه، کانالونه، کاریزونه، ښوونځي، د عامه خدمتونو ودانۍ او ترانسپورتي پلونه شامل دي. ددې پروژو په بشپړتیا سره د خلکو د ژوندانه په بیلو برخو کې پام وړ ګټور بدلونونه تر سترګو شوي دي.