په لغمان کې د ۲۰۰ پرمختیایي پروژو کارونه روان دي

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي د لغمان والي محمد اصف ننګ سره د یاد ولایت د ستونزو اوریده په موخه په خپل دفتر کې ولیدل. د لیدنې په سرکې د لغمان والي د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر سره د یاد ولایت ستونزې شریکې کړې، چې د څښاک اوبو، د سیلابونو د محنیوي په پار د استنادي دیوالونو او ترانسپورټي لارو جوړولو غوښتنې یې تر نورې مهمې یادې کړې.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي وویل، چې په لغمان کې ۵،۱ ميليونه ډالرو په ارزښت د ۲۰۰ پرمختیایي پروژو کارونه روان دي، چې سل زره خلک به ترې ګټه اخلي او په روان کال ۵۰ نورې پرمختیایي پروژې پلي شوې، چې خلکو ته یې ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړي.