د پرمختیايي کلیوالي شورا ګانو درې ورځنی ملي کنفرانس پای ته ورسید

د پرمختیایي شوراګانو په درې ورځني ملي کنفرانس کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني، د ولسمشر د زېربناء په چارو کې ستر سلاکار او د مالیې سرپرست وزیر همایون قیومي، د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي، د سیمیزو اروګانو خپلواکې ادارې د ښاروالیو معین عبدالباقي پوپل، د وزارتونو معینانو، د نړیوال بانک استازو او نورو بهرنیو میلمانو برخه اخېستې.
په دغو مراسمو کې چې په سلامخانې ماڼۍ کې جوړ شوي ول، په پیل کې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي د ولسي تړون ملي پروګرام له لورې د ښار او کلیو خلکو په ژوند کې د مثبت تغییر راوستو په اړه خبرې وکړې.
نوموړي د یاد کنفرانس په اړه وویل، د دغه کنفرانس ګډونوالو د پرمختیايي پروژو پر اقتصادي تحلیل، ځان بساینه، د پروژو پر تلپاتې والي، د ښځو پر ونډې او د زیاتې همغږۍ رامنځته کولو په پارهر اړخیز بحثونه وکړل.
د کلیوپراختیا وزیر وویل، دا مهال د ټول هېواد په ۱۲۳ ولسوالیو کې ۸۵۰۰ پروژې روانې دي، چې ۱۰ ميليونه خلک به ترې ګټه اخلي او ۱۴ ميليونه کاري ورځې به رامنځته کړي، چې د غربت د کچې راټیټولو، کاري فرصتونه د ایجاد او لمړنیو خدمتونو د کلیوالو لاسرسي زیاتوي.
جمهوررئیس غني د ګډونوالو له غوښتنو، وړاندیزونو او پریکړه لیک وروسته وویل، په ولسواکۍ کې وګړی اصل دی او تاسې د پرمختیايي شوراګانو استازي د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسواکۍ ممثل یاست، تاسې یاست چېهره ورځ د ګذر او کلیو خلکو په ژوند کې اساسي تغییر راولئ او زه له همدې امله له تاسې څخه د زړه له کومې مننه کوم.
جمهوررئیس د ولسي تړون ملي پروګرام په پرمختیایي شوراګانو کې د ښځو له پراخ ګډون مننه وکړه او وې ویل، د افغانستان ښځې د دې هېواد جوړونې په بهیر کې خپل مسوولیت ښه ادا کوي او په دې برخه کې ښې ځلېدلي او هیڅکله شا تګ نه کوي.