په فاریاب کې  څه  باندې  ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴ ښوونځیو د جوړولو کار پیل شو

content_manager
دوشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۲۰ - ۸:۳۱
فاریاب

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري  د څه  باندې   ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د اقراء پروګرام  تر سیوري لاندې د څلور ښوونځیو د ود‌انیو د جوړیدو کار په فاریاب ولایت کې رسماً پیل شو. له دغو څلورو ښوونځیو  څخه دوه  یې ۸ ټولګي  او دوه نور یې ۶ ټولګي  لرونکي دي. دغې ښوونځي به د قرغان ولسوالۍ په کارګز خانه کشکتان کلی، د اندخوی ولسوالۍ په سولدوز کلي، د قرمقول ولسوالۍ په آلتي بولت بولک قاضی کینت کلي او د خانچهار باغ ولسوالۍ په قلغهٔ نیستان کلي کې جوړ شي. د یادونې  وړ ده،  چې ددغو ښوونځیو په جوړیدو سره به  ۵۹۰۱  زده کوونکو لپاره  زده کړو وړ چاپیرل  برابر شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۱۶
Background image

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي شرف ‌الدین مسلم د یوه پلاوي په ملتیا بدخشان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

. . .

BACK TO NEWS