د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو له عمومي رئیس سره وکتل
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو له عمومي رئیس مولوي غلام حیدر شهامت سره لیدنه وکړه.
د لیدنې په پيل کې مولوي غلام حیدر شهامت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له فعالیتونو څخه خوښي څرګنده کړه او د ځينو موضوعاتو په هکله محترم وزیر صاحب سره خبرې وکړې.
ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو عمومي رئیس ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: موږ تل هڅه کوو چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې پراختیايي پروژې پلې کړو، د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړو او اسانتیاوې ورته برابرې کړو.
