د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال هرات ولایت ته سفر وکړ

noor_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۸:۳۰
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي او ورسره مل پلاوي هرات ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له چارو څخه لیدنه وکړه.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال د یاد ریاست د کارکوونکو شته ستونزې او غوښتنې له نږدې واوریدې او د ریاست له کارکوونکو څخه یې غوښتنه وکړه چې ورسپارل شویو مسؤلیتونو ته ژمن پاتې شي.

الحاج محمد ارسلاح خروټي د پراختیايي پروژو د پلي کولو په برخه کې د دغه ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي سید عبدالسلام مستوفی آغا د هلو ځلو قدرداني وکړ او ژمنه يې وکړه چې د هرات ولایت د ولسونو ستونزو ته به پر وخت رسیدنه کیږي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۲:۳۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال له خوا په هرات ولایت کې د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په سیدآباد کلي کې د څه باندې (۱۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې نن د یوې غونډې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۸:۴۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو د ودانیزو چارو مرستیال د هرات ولایت په انجيل ولسوالۍ کې د اوبو رسولو دوو شبکو د کار له جريان څخه لیدنه وکړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو د ودانيزو چارو مرستیال محترم الحاج محمد ارسلاح خروټي او ورسره مل پلاوي هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ياد ولایت د انجیل ولسوالۍ په عیدي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۸:۳۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال هرات ولایت ته سفر وکړ

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي او ورسره مل پلاوي هرات ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

BACK TO NEWS