د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال هرات ولایت ته سفر وکړ
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي او ورسره مل پلاوي هرات ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له چارو څخه لیدنه وکړه.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال د یاد ریاست د کارکوونکو شته ستونزې او غوښتنې له نږدې واوریدې او د ریاست له کارکوونکو څخه یې غوښتنه وکړه چې ورسپارل شویو مسؤلیتونو ته ژمن پاتې شي.
الحاج محمد ارسلاح خروټي د پراختیايي پروژو د پلي کولو په برخه کې د دغه ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي سید عبدالسلام مستوفی آغا د هلو ځلو قدرداني وکړ او ژمنه يې وکړه چې د هرات ولایت د ولسونو ستونزو ته به پر وخت رسیدنه کیږي.
