د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ټکنالوژۍ پارک څخه لیدنه وکړه

noor_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۸:۳۶
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو د آبادۍ چارو محترم معین الحاج محمد ارسلاح خروټي نن وروسته له غرمې په داسې حال کې چې د سرک جوړونې رئیس مولوي فضل الرحمن عاصم، د کلیوالي پراختیا انستیتیوت رئیس حافظ محمد خان قریشي او د وزارت د انجنیري خدماتو رئیس انجنیر فضل الحق فضلي یې ملتیا کوله، د کلیوالي پراختیا انستیتیوت اړوند د ټکنالوژۍ پارک څخه لیدنه وکړه.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو د پراختیا انسټيټیوټ اړوند ټکنالوژۍ پارک یوه مهمه او تخصصي برخه ده، چې د کلیوالو مناسبو ټکنالوژیو د ترویج او د کلیوالو خلکو د ژوند د ښه والي په موخه رامنځته شوی دی. د دې اساسي هدف د ساده، کم لګښته او د چاپېریال سره سازګارو ټکنالوژیو معرفي کول او بنسټیزول دي، څو د کلیوالو سیمو اوسېدونکي ترې ګټه پورته کړي.

د کلیو ودانیزو چارو محترم مرستیال په یاد پارک کې له پرمختګونو، سولریزو سیسټمونو، میوه لرونکو او غیر میوه لرونکو ونو څخه لیدنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته يې لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۸:۳۶
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ټکنالوژۍ پارک څخه لیدنه وکړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو د آبادۍ چارو محترم معین الحاج محمد ارسلاح خروټي نن وروسته له غرمې په داسې حال کې چې د سرک جوړونې رئیس مولوي فضل الرحمن عاصم، د کلیوالي پراختیا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۳:۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیکا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیکا ولایت له والي الحاج ملا عبدالخالق عابد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۱۸
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د سمنګان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د سمنګان ولایت له والي داملا محمد شعیب رسالت سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

BACK TO NEWS