په کابل ولایت کې د اوبو رسولو یوه شبکه او د اوبو تصفیه خانه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

noor_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۲۰:۳۶
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري او د یونیسف دفتر په مالي مرسته د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ په تبه خان او فقیر آباد کلیو کې د (۵۱۸۷۱۸) امریکايې ډالرو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې او د اوبو تصفیه خانې د جوړولو چارې بشپړې او نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده، مل پلاوی، د کابل ولایت والي الحاج ملا امین الله عبید، د دغه ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس ملا محمد یونس حنفي، د نوموړې ولسوالۍ ولسوال، یو شمیر نورو مسؤولینو، سپین ږیرو، مخورو او ځوانانو ګډون کړی وو.

په یاده غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر د اوبو رسولو پروژو د پلي کولو او د کلیوالو په ژوند کې د هغوی پر اهمیت خبري وکړې او ویې وویل: نن دا دي کابل کې د لومړي ځل لپاره د سیند خړو اوبه تصفیه کولو پروژه افتتاح کیږي چې دا د یادي سیمې د اوسیدونکو لپاره یو حیاتې ارزښت لرونکي پروژه ده.

د نن څخه وروسته به هیڅوک هم له کور څخه په مترو مترو لیري د اوبو راوړلو لپاره نه ځي په خپل کور کې به د څښلو اوبه لري او هر چا ته به په خپل کور کې د پاکو اوبو نل لګیدلي وي.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت تل هڅه کوي چې د خپلو شته امکاناتو له مخې په بېلابېلو برخو کې کلیوالو ته خدمت وکړي او له تاسو غوښتنه کوم چې د خپلو پروژو په ساتنه کې جدي کوښښ وکړئ.

او پر مؤسساتو یې هم ږغ وکړ چې تاسي کوښښ وکړی چې داسي عام المنفعه او سالمو پروژو باندي  کار وکړي.

په یاده شبکه کې د (۸۰، ۱۳۰ او۸۰) متر مکعب په وړتیاوو د پاکو اوبو دریو ذخیرو جوړول، د (۱۲۹۲۶) مترو په اوږدوالي پایپ غځول، د (۱۱۸ ) سولر تختو او (۵۲۶) شیردهنونو نښلول شامل دي.

د دې شبکې د کار په جریان کې لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړیدو سره يې د نوموړو کلیو (۱۲۹۰) کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د اهل تشیع مخور سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د اهل تشیع له مخور سید حسن فاضل زاده او استازو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې. . .

BACK TO NEWS