د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کورنیو چارو وزارت د لوړو زده کړو د لوی قومندانۍ له مرستیال قومندان سره وکتل
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کورنیو چارو وزارت د لوړو زده کړو د لوی قومندانۍ له مرستیال قومندان الحاج ملا عبدالله عاشر اخندزاده، مجاهدینو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.
د لیدنې په پيل کې الحاج ملا عبدالله عاشر اخندزاده او ملګرو مجاهدینو یې په هېواد کې د سرتاسري امنیت له تأمین څخه خوښي څرګنده کړه او د اسلامي امارت لاسته راوړنې او د وروستیو کلونو فعالیتونه یې له محترم وزیر صاحب سره شریک کړل.
ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب الحاج ملا عبدالله عاشر اخندزاده او مجاهدینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: زموږ اولس ډیري قربانۍ ورکړې دي اوس باید موږ خپل ولس ته په اخلاص او صداقت سره خدمت وکړو زموږ وزارت تل د ولس د اړتیاوو پر بنسټ پروژې پلې کړي او کوښښ کوي ترڅو په هره برخه کې خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړي.
