په تخار کې د لس ميليونه افغانیو په ارزښت د ۳،۸۶ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

content_manager
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۵ - ۶:۲۰
تخار

د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لار جوړولو ملي پروګرام له لوري د تخار ولایت مرکز اړوند په ده باش تالقان کلي کې د ۱۰ ميليونه افغانیو په ارزښت د ۳،۸۶ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې.
په دې پروژه کې ۱۶ پلچکونه، ۵۴۰ متره استنادي دیوال او ۸۸۰ متره د ویالې جوړولو شامل دي، چې په کاري بهیر کې به ۲۵۳۶۲ کاري ورځې رامنځته شي.
دا یاد سړک چارې به په شپږو میاشتو کې بشپړې شې او ده باش بالا و پایین، عید بچه و قره ملا  کلي به د تالقان ښار عمومي سړک سره ونښلوي او ۹۰۰ کورنۍ ترانسپورټي ستونزې به حل کړي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۷:۲۸
Background image

په کندز ولایت کې راستنېدونکو کډوالو لپاره د اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته شوه

د کندز ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د چهاردرې ولسوالۍ د خواجه کفتر په ښارګوټي کې راستنېدونکو کډوالو لپاره د څه باندې (۳) میلیون افغانیو په لګښت د اوبو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۷:۱۷
Background image

په پکتیا ولایت کې د اوبو د یوه کوچني بند (چکډم) د کار له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د پکتیا ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د تخنیکي او انجنیري ټیم د دغه ولایت د مرکز اړوند  په (اوده) ډاګ سیمه کې د اوبو د یوه کوچني بند (چکډم) د کار له بهیر څخه چې د څه باندې (۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۶:۴۷
Background image

په کونړ ولایت کې د یوه کیبلي پُل او سړک د جوړولو چارې پيل شوې

د کونړ ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت  د ناړۍ ولسوالې په سونه کلي کې د (۴۸،۷) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه کیبلي پُل او د (۱۷۰). . .

BACK TO NEWS