په  سمنګان ولایت کې د څه باندې ۱،۸ ميليونه افغانیو په ارزښت د کرنیزو ځمکو د  اوبه کولو یوه  زیرمه  جوړه شوه

content_manager
دوشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۳ - ۴:۴
سمنگان

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د سمنګان ولایت د خرم او سارباغ ولسوالۍ د ده کلان په کلي کې د  څه  باندې ۱،۸ میلیونه  افغانیو په ارزښت د کرنیزو ځمکو د  اوبه  کولو یوه زیرمه  جوړه شوه. دغه زیرمه ۱۰۰ مربع متره مساحت او د ۴۰۰  مکعبه متره په حجم  د اوبو زیرمه کولو  ظرفیت لري. د نوموړې پروژې د کار په بهیر کې ۱۰۵۵ فني  او غیر فني کاریګروته  کاري ورځې رامنځته شوې او د بشپړیدو وروسته به ۱۵۰ کورنۍ ترینه ګټه  اخلي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۴:۴۲
Background image

د لوګر ولایت په اړوندو سیمو کې د یوې پايې کانکریټي پل د جوړولو چاري پیل شو

د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بیدک په کلي کې د (۲۰ ) مترو په اوږدوالي د یوه کانکریټي موټررو پل د جوړولو چارې، دڅه باندې (۱۳) میلیون افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

BACK TO NEWS