د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال له خوا په هرات ولایت کې د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې پيل شوې
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په سیدآباد کلي کې د څه باندې (۱۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي او مل پلاوي له خوا پیل شوې.
په دې غونډه کې د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي وینا وکړه او وویل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د هېواد په ټولو ولایتونو کې په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې خلک د څښاک پاکو اوبو له نشتوالي سره مخامخ دي د اوبو رسولو شبکې پلې کوي.
په یاده شبکه کې د (۸۰) مترو په ژوروالي د یوې څاه کیندل، د (۸۰) متر مکعب په وړتیا د پاکو اوبو یوې ذخیرې جوړول، د (۹۴۰۰) مترو په اوږدوالي پایپ غځول، د (۷۷۶) شیردهنونو او (۵۰) سولر تختو
نښلول شامل دي.
د دې شبکې د کار په بهیر کې به لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به يې د نوموړي کلي (۹۶۱) کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
