د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د ۵۵  پرمختیايي پروژو هوکړه لیکونه د ۵۲۲ ميليونه افغانیو په ارزښت لاسلیک کړل

content_manager
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۱۲/۲۱ - ۱۱:۵۱
MRRD

 کليو بيارغونې او پراختيا وزارت د هېواد په ۱۴ ولايتونو: بادغيس، بغلان، غور، کابل، کندهار، خوست، لوګر، نورستان، پکتيا، پکتيکا، پنجشېر، سمنګان، تخار او زابل  کې د ۵۵ پرمختيايي پروژو هوکړه ليکونه د پرمختيايي شوراګانو  او شخصي شرکت سره لاسليک کړل.

د کليو بيارغونې او پراختيا وزير پوهنمل مجيب الرحمن کريمي  د دې پروژو د لاسليکولو په موخه جوړ شوی، مطبوعاتي کنفرانس  کې وويل"  د دې پروژو ټوليز ارزښت نږدې ۵۲۲ ميليونه افغانيو ته رسيږي، چې د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت د سيمه ييزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له لوري به د هېواد په ۱۴ ولايتونو کې پلي شي.

د کليو بيارغونې او پراختيا وزير زياته کړه، چې د دې پروژو  په لګښت کې لس سلنه ونډه د کليو خلک ده، چې نږدې ۳۸ ميليونه افغانيو ته رسيږي او نورې پېسې د افغانستان دولت له لوري ورکول کېږي.

د کليو بيارغونې او پراختيا وزير وايي، چې  د  دې ۵۵ پروژو له ډلې څخه ۱۶  يې د کارېزونه دي، چې د کرنيزو  ځمکو  د خړبولو په برخه کې ګټور دي او په نورو پروژو کې  د اوبو رسولو شبکې،   استنادي ديوالونه، سړکونه او د پلونو جوړول شامل دي.

ښاغلي کريمي زياته کړه، چې د دې پروژو له لارې به ۱۴۴ زره کاري ورځې رامنځته شي او ۱۵۷ زره خلک به له دې پروژو څخه ګټه اخلي.

د يادونې وړ ده، چې د تېرو درې کالونو په ترڅ کې  د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت د سيمه ييزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له لوري د څه باندې  ۶ ميليارده افغانيو په ارزښت   ۱۲۱۳ پروژې پلي شوي، چې  د دوه نيمه ميليونه کاري ورځو د رامنځته کولو سربيره ترې ۶ ميليونه خلک ګټه اخلي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۴:۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر صاحب د ورلډ ویژن مؤسسې له رئيسې او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د ورلډ ویژن مؤسسې له رئیسې تمندرې دي سلوا او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۳:۴۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر صاحب د ډاکار مؤسسې له رئيس او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د ډاکار مؤسسې له رئیس پیډر ټورننګ او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۰:۳۴
Background image

په پروان ولایت کې (۱۸۳) بیلابیلې پراختیايي پروژوې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۷۰) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۸۳) پراختیايي پروژې د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه. . .

BACK TO NEWS