د کليو بيارغونې او پراختيا وزير پوهندوي مجيب الرحمن کريمي په افغانستان کې د ملګري ملتونو پرمختيايي پروګرام ( UNDP) له نوي مشر سره تعارفي ليدنه وکړه

content_manager
چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۷ - ۱۰:۲۹
یونیسف

د کليو بيارغونې او پراختيا وزير پوهندوي مجيب الرحمن کريمي د ملګرو ملتونو پرمختيايي پروګرام له نوي مشر سره د خپل کاري په دفتر کې تعارفي ليدنه وکړه .
د ليدنې په پيل کې د کليو بيارغونې او پراختيا وزير د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام له بشردوستانه مرستو مننه وکړه، چې د هېوادوالو په ژوند يې مثبت تاثير لرلي دي، ورپسې يې د کرنيزو ځمکو د اوبو کولو، د برېښنا برابرولو او د ليټاکا پروګرام نورو ولايتونو ته د غځولو غوښتنې د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پرورګرام په افغانستان کې له مشر سره شريکې کړې.
د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام په افغانستان کې نوي مشر عبدالله الدرداري د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت لخوا په ښه ډول د پروژو د پلي کولو او ښې همغږي څخه مننه وکړه او زياته کړه، چې د افغانستان په نورو ولايتونو کې د ليټاکا پروګرام د پيل، د لويو پروژو د پلي کولو، له خصوصي سکټور او بهرنيانو د پانګې جذبولو په برخه کې به هڅې وکړي، چې د افغانانو لپاره د ژوند لومړنيو اسانتياوو د برابرولو، توليداتو ته يې د بازار موندنې او کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کې به اغېزمنې وي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۶ - ۱۲:۱۴
Background image

په ننګرهار کې د انرژۍ ملي ستندردونو د ترویج او عامه پوهاوي ورکشاپ دایر شو

د کلیو بیا رغونې او پرختیا وزارت د دوامداره انرژۍ پروګرام (ASERD) په تخنیکي او مالي همکارۍ د انرژۍ ملي ستندردونو د ترویج او عامه پوهاوي ورکشاپ د لیندۍ پر ۵ مه نیټه په ننګرهار ولایت کې د. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۶ - ۱۲:۱۰
Background image

په پنجشیر کې د ۱.۵ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۴۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبو کانال قرار داد لاسلیک شو

د کلیو بیا رغونې او پرختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږی دفترله لوري د پنجشیر ولایت د حصه اول (خنج) ولسوالۍ په پاوات کلي کې د ۱.۵ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۴۰۰ مترو په اوږدوالي. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۶ - ۱۲:۴
Background image

په تیرو دوو اونیو کې د هیواد په ۹ ولایتونوکې د ۱۵ ښوونځيو ودانۍ جوړې شوي

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د اقرا پروژې تر سیوري لاندې د تیرو دوو اونیو په ترڅ کې د هیواد په ۹ ولایتونو کې د ۱۵ ښوونځيو ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل. . .

BACK TO NEWS