د تړون ورکولو د پریکړې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
په دې توګه د ملي تدارکاتو د ۱۵/۱۲/۱۴۴۷ نیټې د ۲۰۰۷۲ شمیره خبرتیا په تعقیب ټولو ته خبر ورکول کیږي چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري ترڅو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي ریاستونو د اړتیا وړ (۱۷) لپټاپ کمپیوټرونو تهیه او تدارک تړون چې MRRD/1405/NCB/G-2004 تشخیصیه نمبر لرونکی دی ، د صنعت او سوداګري وزارت د ۱۰۷۱۶۰ نمبر جواز لرونکی د یوسف زاخیل سوداګریز شرکت ته په ټولیز ډول ۲،۱۷۹،۴۸۵ ( دوه میلیون یو سل نهه اویا زره څلور سوه پنځه اتیا افغانۍ) اعطا کړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په یاده برخه کې هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراض له دلایلو سره په لیکلې بڼه د دې اعلان له خپریدو څخه تر (۵) کاري ورځو پورې نیله باغ سړک، دارالامان، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د تړون لاسلیک کولو په مانا نه ده او د پورته یادې شوې نیټې او د وروستي قانوني طی مراحل تر بشپړیدو به تړون لاسلیک نشي.
