په کابل کې د ۸.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱.۰۳۴ کیلو متره د اوبه خور د کانال کار بشپړ شو

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه یزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له لوري د کابل ولایت د میر بچه کوټ ولسوالۍ د اروند خروټي کلي کې د ۸.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱.۰۳۴ کیلو متره د اوبه خور د کانال کار بشپړ شو.
د دې پروژې په ترڅ کې تخنیکي او نا تخنیکي کارګرو ته ۱۶۲۲ کاري ورځې رامنځ ته شوي او ۴۵۰۰ تنه د سیمې اوسیدونکي ترې ګټه اخلي.
ددې کانال په جوړیدو سره ۳۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه د اوبه خور تر منظم پوښښ لاندې راغله.