په لغمان ولایت کې د ۳.۲ میلیونو افغانیو په ارزښت دوه پرمختیايي پروژې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې

د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د کلیو بیا رغونې او پرمختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام له لوري د لغمان په قرغيي ولسوالۍ کې د ۳.۲ میلیونو افغانیو په ارزښت دوه پرمختیايي پروژې بشپړې او ګټې اخستنې ته وسپارل شوې.
یوه پروژه په فیروزاباد کلي کې د ۳۷۰ متره کانال ایستل او بله یې د ۵۵۰ متره کوڅې کانکریټول وو.