له ایسکريم څخه لاسته راغلې ګټه

content_manager
له ایسکريم څخه لاسته راغلې ګټه

اوړی! د کال هغه فصل، چې بلخ ولایت کې ډېره ګرمي وي. لېکن بیا هم دا فصل په ځان کې ډېره ښکلا لري، ځکه چې خټکي او نورې تازه مېوې ډېرې وي او د بلخ ولایت اوسېدونکې خپل میلمانه او مسافرین په  تازه میوو په ځانګړي توګه خټکیو نازوي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا  وزارت چې په  بلخ ولایت کې  ستر خدمتونه ترسره کړي، یو له  هغو مخکښو وزارتونو څخه دی، چې د هېواد په کچه افغانان یې له نوم  سره آشنا دي. په بلخ ولایت کې د دې وزارت یو شمېر پروګرامونه د دې لامل شوي، چې د خلکو په ژوند کې  مثبت بدلون رامنځته کړي. 

د هېواد په کچه د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا پروګرام د دې وزارت له سترو پروګرامونو څخه شمېرل کیږي، چې د دې ولایت ۹۱۵۲کلي به پخپل راتلونکي پنځه کلنه موده کې د خپلو فعالیتونو تر پوښښ لاندې  راولي.

په بلخ ولایت کې دهدادي  ولسوالۍ یو له هغو پنځو ولسوالیو څخه ده، چې خلک یې د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا پروګرام په سپما ګروپونو کې راټول شوي.

څلویښت کلنه ملکه حکیمي هغه  مېرمن ده، چې د دهدادي ولسوالۍ په شېر آباد کلي کې ژوند کوي.

آغلې حکیمي یو له هغو مېرمنو څخه ده، چې د شېر آباد کلي له بې وزلۍ او د ژوند د ناهیلیو  څخه په ورین  تندي خبرې کوي.

د هغې د ژوند ثمره پنځه هلکان او دوه لوڼې دي، چې له  فرهاد نومي شخص سره له  واده وروسته ملکې  ته خدای ورکړي، د نوموړې په وینا خاوند یې (پښ) آهنګر دی، چې په ورځنۍ بڼه مزدوري یې د ژوند اړتیاوې نه شي  پوره کولی.

۱۴میاشتې وړاندې ملکه د کلیوالي  اقتصاد د پیاوړتیا له پروګرام سره یوځای شوه، دا چې آغلې ملکې ښه لیک لوست  درلود؛ نو په شېر آباد  کلي کې لومړی د سپماګروپ او بیا د تولیدي ګروپ مسووله وټاکل شوه.

آغلې ملکې د هغو  ناخوالو په اړه چې د ژوند په لوړو ژورو  کې  ورسره مخ شوې داسې  یادونه وکړه:

تېر کال د غبرګولي د میاشتې  یوه  ګرمه ورځ وه، چې ځوی مې له ښوونځي څخه  کور ته راغی. له راتلو سره سم یې  د ألتُنسا پوډر په اوبو کې جوړ او بیا یې ډک ګیلاس په یخچال کې کیښود. یو ساعت وروسته یې له یخچال څخه راویست، ګوري چې ګیلاس  بشپړ واوره شوی. هغه یې له ځان سره له کوره بهر  یوړ،  په کوڅه کې نورو ماشومانو چې نارنجي  واوره زما د ځوی په لاس کې ولید، ډېر حیران شول او هر یوه به ورڅخه  غوښتنه کوله چې دا واروه ماته راکړه. په پای کې د کلي یو ځوان دوه افغانۍ  زما ځوی ته ورکړلې او هغه واروه یې ورڅه واخیستله. کله چې ځوی مې کور ته راغی راته یې ټوله کیسه وکړه او هغه پیسې چې له دې لارې یې ترلاسه کړې وې هغه یې هم راکړلې، ترڅو  هغه ته یې په خزانه کې  وسپموم.  د ځوی له خبرو اوریدو وروسته مې  په ذهن کې یو فکر راغی او په سبا مې له خپل سپماګروپ څخه پنځه سوه افغانۍ پور واخیست، په دې پیسو مې  د ایسکریم جوړولو څو کوچنۍ  سانچې، د ألتُنسا پوډر او شوملې رانیولې. په کور کې مې د مختلفو رنګو  واورین ایسکریمونه جوړ او د ځامنو په لاس مې بهر پلورنې ته لیږل، چې د سیمې خلکو به له موږ څخه رانیول. اوس له دې ایسکریمونو څخه دوه ډوله ایسکریمونه چې یو یې د میوې ذایقه لري او بل یې له شوملو څخه جوړوم او په ورځنۍ بڼه له دې لارې ۲۰۰ افغاني عاید لرم.

ملکه چې ښوونځي ته نه ده تللې او لیک لوست یې د خپل کلي په دینې  مدرسې کې زده کړي، وایې:

اوس  د واورو له ایسکریم پلورنې څخه د بچیانو د زده‌کړې  لګښت پوره کوم او هیله لرم،  چې هغوی  ښه راتلونکې ولري.

ملکه چې دوه ځامن یې په دې نږدو کې کوژدن کړي، خپل انګورګانې هم هڅولي؛ ترڅو په سپماګروپ کې غړیتوب  ترلاسه او د دې پروګرام په تولیدي ګروپونو کې  په ګډون سره د واده د جهیز لپاره لګښت پېدا کړي.

هغه  په بلخ ولایت کې په ټولو مېرمنو غږ کوي؛ چې: (یو کوچنی اتفاق کولای شي، د یو  روښانه ژوند لپاره پېل  وي. له همدې امله باید هیڅکله ناهیلې  نه شئ او د همت مټې را ونغاړئ).